امنیت

دلښکر طيبه يو مشر ونيول شو .

کابل_  باختر دوري شپږ ويشتمه :
دپاکستان  دلښکر طيبه  دتروريستي سازمان يو مشر په غزني ولايت کې  له افغان پوځيانو او دناټو دځوا کونو  په عملياتو کې  ونيول شو .
دغه مشر چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى  نن سهار داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په خپل پټنځي  کې له څو تنو افرادو سره يې ونيول شو .
  لښکر طيبه  چې مرکز يې په پاکستان کې دى  له زياتې مودې راپديخوا دنورو ډلو ترڅنګ په افغانستا ن او سيمه کې  په تروريستي فعاليتونو  بوخت دي .
باختراژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې  خبر راکړ ،  چې دلښکر طيبه  دغه مشر په افغانستان کې ديو لړ پوځي عملياتو په سازمان ورکولو  بوخت و ،  چې دافغان پوځيانو او دبهرنيو ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شو .
  ناټو وايي  چې دغه مشر  په  افغانستان کې  دتروريستي بريدونو  دترسره کولو لپاره  دبيلابيلو ډلو دبهرنيو تروريستانو دسمون مسووليت  په غاړه درلود .
ويل کيږي  چې دپاکستان  دلښکر طيبه  نيول شوي مشر  دغه راز دغزني  ، کونړ او دقندهار دولايتونو په ځينو برخو کې  دپراخو او تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته