کابل/ د کب ١٥ مه / باختر
په بغلان کې د څه د پاسه ٥٠٠ د چرګانو فارمونو په فعالیت سره بیا هم په دغه ولایت کې د هرې کیلو غوښې بیه ١٢٠ افغانۍ لوړه شوې ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ پخوا په پلخمري ښار کې د چرګانو يوه کيلو غوښه په ١٦٠ افغانۍ پلورل کېده؛ خو اوس په ٢٨٠ افغانۍ پلورل کېږي چې دا په بغلان کې د يو کيلو چرګ د غوښې په بيه کې بې ساري زياتوالى ښيي.
د پلخمري ښار يو اوسېدونکي حميدالله فرملي وايي چې سره له دې چې په بغلان کې د چرګانو فارمونه فعال دي؛ خو د يو کيلو غوښې بيه ١٢٠ افغانۍ لوړه شوې ده.
په همدې حال کې په پلخمري ښار کې د چرګانو د غوښې يو پلورونکى درمحمد د چرګانو غوښې د لوړوالي اصلي علت له بهر څخه د چرګانو د غوښتې واردول او په بغلان کې د چرګانو د فارمونو د فعاليت بندول په ګوته کړ.
په ورته وخت کې د بغلان د کرنې رياست د مالدارۍ او څارويو د روغتيايي خدمتونو مسوول ډاکټر تاج محمد احمدزي هم د بغلان په بازارونو کې د چرګانو د غوښې د بيو لوړوالى تاييد کړ او ويې ويل چې اصلي لامل يې د چرګانو د فارمونو تړل دي.
\ ذ