ټولنه

دجوماتونو امامانو په بې دفاع خلکو بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده

کابل باختر دسلواغۍ دويمه :
دهېواد دمرکزاو ولايتونو دجوماتونواو حسينه و امامانو، واعظانو او عالمانو نن دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې دموعظو په ترڅ کې  په  بې دفاع او بې ګناه خلکو بريد  په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده او دغه شان عملونه يې   داسلام دمبين دين  دلارښوونو پرخلاف  وبلل .
  دهېواد دمرکز او ولايتونو  له جوماتونو  او حسينه و  څخه  دباختراژانس  دخبريالانو دخبر له مخې :  ديني عالمانو څرګنده کړه  چې ځانمرګي بريدونه او دخلکو  وژنه او ځورونه  داسلام په مبين دين کې  جواز نه لري  او هر هغه څوک چې  په ځانمرګي بريد  او دبې دفاع خلکو  د وينې په تويولو  لاس پورې کوي  دلوى خداى ( ج )  په عذاب  اخته کيږي .
  دوى ټينګار وکړ  چې د بې ګناه او بې دفاع خلکو  دوينې تويول  داسلام دمبين دين  دلارښوونو پرخلاف کار دى او داسلام  دمبين دين له پلوه  ستره او نه جبيره کيدونکې  ګناه ده .
لکه څنګه چې  دسعودي عربستان  مفتي اعظم او اسلامي نړى  ټولو عالمانو په وار وار  په يوه غږ  ځانمرګي بريدونه  غندلي دي او هغه يې  داسلام دمقدس دين  دلارښوونو پرخلاف  عمل بللى دى .
ملا امامانو  ددې تر څنګ چې  دطلوع تلويزيون او درسنيو په کارکوونکوبريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده  داسلام دمبين دين له پلوه  دبيان دازادۍ په اړوند معلومات ورکړل او زياته يې کړه  چې داسلام دمبين دين په چوکاټ کې دبيان دازادۍ په لاره کې هيڅ راز خنډ نشته  په دې شرط چې  داسلامي ارزښتونو او دملي ګټو پرخلاف نه وي .
ددين عالمانو وويل  چې داسلام مبين دين دسولې او پخلاينې  دين دى نه دجګړې او وينې تويولو دين . او بايد ټولې مسئلې  خلک  دخبرو او مفاهمې له لارې حل کړي  نه دجګړې او وينې تويولو له لارې .
  ددين عالمانو  له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې  دهېواد  دبې دفاع او مسلمانو خلکو په وړاندې  له جګړې وينې تويولو او تاوتريخوالي څخه  لاس واخلي  او دلوى خداى ( ج ) او داسلام دمبين دين امر  چې هماغه  سوله ، پخلاينه او ورور ولۍ ده پرځاى کړي .
  دغه راز  امامانو دافراط  او تفريط په مخنيوي کې  ددرنو عالمانو رول مهم وباله  اوزياته يې کړه چې عالمان کولى شي  د منبرونو له لارې خلکو ته  د افراط او تفريط او د هغو عملونو په اړوند  چې داسلام په مبين دين کې جواز نه لري  لکه  دځانمرګو بريدونو اودبي ګناه خلکو دوينې دتويولو په باب  معلومات ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته