نړۍ

په مصر کې څه دپاسه شل زره تنه سياسي بنديان ازاد شول.

٨ – قاهره  باختر دليندي دري ويشتمه

  دتيرکال دسلواغي  په مياشت کې په مصر کې  دخلکو دپاڅون له پيل څخه تراوسه پوري چې دمصر دپخواني  جمهور رييس  حسني  مبارک  د رژيم دراپرځيدو  سبب شو شل زره يو سلو  درې تنه سياسي  بنديان ازاد شوي دي .

  دمصر صدراعظم  کمال الجزوري  وويل لا اوس هم  ٦٨ تنه سياسي بنديان له دې جملي څخه  ٤٨ تنه په بند محکوم کسان په جيل کې شپې  سبا کوي .

 دبشر  دحقوقو  مدافعو ډلو اعلام کړي  دي په زرګونو مصريانو  ( دحسني مبارک له خوا )  دفوق العاده  حالت داعلامولو د جنجالي  قانون په واسطه چې څو لسيزي  دسياسي مخالفينو په تيره بيا داسلام پالو دځپلو لپاره واکمن و په جيل کې  شپې سبا کولي .

 دمصر  پوځي واکنان چې دحسني مبارک دحکومت له  ړنګولو وروسته په مصر کې  واکمن دي دفوق  العاده حالت قانون دپخوا په شان نافذ کړي او آن هغه ته يې دکارګري  اعتراضونو پرخلاف دمقابلي لپاره پراختيا ورکړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته