سیاست

جمهور رئیس غني: افغانستان باید د معلوماتو د لېږد د وصل اصلي مرکز شي

کابلباختر د ثور د مياشتې ٣١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي له وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي او د دغه وزارت له رهبري پلاوي سره وکتل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د لومړنیو سلو ورځو پلان  یې وڅيړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن  سهار په ارګ کې ترسره شوه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر او ملګري پلاوي یې د مخابراتي او ټکنالوژیکي خدماتو د ښه والي، دناثبت شویو سیمکارتونو د ثبت،، د مخابراتي قوانینو د اصلاح د افغان تلیکام او خصوصي سکتور د ظرفیت  او کیفیت لوړولوپه اړه خپل سل ورځنی پلان وړاندې کړ.
جمهور رئیس غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د لومړنیو سلو ورځو پلان د ښه تطبیق لپاره په دغه وزارت کې د ځوان او مسلکي ظرفیت په رامنځته کولو ټینګار وکړ.  ده وویل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت دې له ټلیفونونو څخه د ښې ګټې اخیستنې داسې طرحه برابره کړي چې له مخې یې له  ټلیفون  څخه د هویت په تثبیت، ټولټاکنو، د لېسو او پوهنتونونو په وصلولو ، باکیفیته لیرې زده کړواو نورو برخو کې ګټور خدمات وړاندې کړای شي.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس په وارداتي مخابراتو او ټکنالوژي ډدى لګول د سیاسي او اقتصادي استقلال په زیان وګاڼه او وې ویل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت باید کوښښ وکړي چې په اوږد مهال کې افغانستان د سیمې د مخابراتو او ټکنالوژي د پيوستون اصلي مرکز شي.
جمهور رئیس محمداشرف غني د الکترونیکي حکومتوالۍ د پیاوړتیا په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت ته د یوې سراسرې طرحې د برابرولو سپارښتنه کړه. ده د دغه وزارت د قراردادونو پر شفافیت ټینګار وکړ او وې ویل چې په چارو کې د شفافیت د ښه باوري کولو لپاره  باید ولس د حکومت د کارونو په اړه معلومات ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته