ټولنه

دسالنګ لويه لاره دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .

-کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٣
دسالنګونو لويه لاره دتيرې شپې راپه دې خوا دترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : ددغې لويې لارې ځينې برخې دسيلاونو دراوتلو له امله بند او يو څه ويجاړې شوې دي .
دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس جنرال رجب د باختر آژانس خبريال ته وويل : ددغې لويې لارې پاکول او پرانستل د اړوندو عملياتي ټيمونو له خوا دوام لري.
رجب وايي چې مسافرين دې سالنګونو ته له ننوتلو څخه ډډه وکړي چې وسايطو ته دتګ راتګ زمينه برابره شي.
دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس وايي ډير ژر به دغه لويه لاره له پاکولو او ترميمولو وروسته دترافيکو پرمخ پرانستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته