امنیت

دوه تنه پوليسان په بادغيس کې شهيدان شول

قلعه نوباختر دتلې دمياشتې لومړۍ  نيټه  :
دوه تنه پوليسان تيره شپه  په بادغيس ولايت کې دوسله والو طالبانو دبريد له امله شهيدان شول.
دبادغيس دولايتي شورا غړى دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه پوليسان دمقرولسوالۍ دتره کي په پوستې دوسله والو طالبانو دبريد له امله  شهيدان  شول.
ده وويل چې کومکي پوليسان سيمې ته رسيدلي دي او وسله والو طالبانو دتښتې لاره غوره کړې ده .
ديوبل خبرله مخې ؛ يوه ښځه دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ دچشمه دوزدک په سيمه کې  ددرندې وسلې ديوې ګولۍ دلګيدو له امله شهيده شوه.
دبادغيس دولايتي شورا مرستيال فريداحمد اخندي نن دباخترآژانس خبريال ته   وويل چې  دغه ګولۍ د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوى  و.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته