سیاست

مرتضوي : جمهور رييس لارښوونه وکړه چې انتخاباتي کميټه خپل کار پيل کړي .

کابل باختر د تلي دريمه :
دجمهور رييس دوياند مرستيال شاه حسين مرتضوي  وويل چې دغوراوي کميټه به په ډير لنډ ممکن وخت کې په کار پيل وکړي .
دجمهور رييس دوياند  مرستيال چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل چې له دوو کلونو وروسته له هغو ستونزو او خنډونو سره سره چې شتون درلود دانتخاباتو قانون په دې وروستيو وختو کې د افغانستان دجمهور رييس محمد اشرف غني له خوا توشيح شو او دروانې اوونۍ تر پاى پورې به په رسمي جريده کې چاپ شي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې  په دې خبري غونډه کې چې دحکومت درسنيو په مرکز کې جوړه شوه شاه حسين  مرتصوي څرګنده کړه چې جمهور رييس په هغې غونډه کې چې نن جوړه شوه لارښوونه وکړه چې دغوراوي کميټه دې په دير لنډ ممکن وخت کې په خپل کار پيل وکړي او دچارو اداره دې هغو ټولو بنسټونو ته چې دغوراوي  دکميټې غړيتوب لري دليکونو په ليږلو سره هغوى ته بلنه ورکړي چې په دې برخه کې دې په کار لاس  پورې کړي .
ده وويل چې دغوراوي دکميټې دسکرتريت  دفتر جوړ شوى دى او په دې برخه کې يې مقدماتي کارونه هم پيل کړي دي .
ده يادونه وکړه چې دغوراوي کميټې له خوا دانتخاباتي کميسيونونو دنوماندانو دژوند ليک له څيړنې  وروسته انتخاباتي کميسيونونه په کار پيل کوي .
مرتضوي دغه راز زياته کړه چې دانتخاباتو دامنيت دتامينولو مسووليت دکورنيو چارو وزارت په غاړه واخست او دمالي سرچينو دتمويلولو  يوه برخه يې ددولت له خوا ورکول کيږي  او هلې ځلې روانې دي چې دانتخاباتو يوه برخه لګښتونه  نړيواله ټولنه په غاړه واخلي .
په دې خبري غونډه کې دجمهور رييس دوياندمرستيال يادونه وکړه چې جمهور رييس په اطلاعاتو دلاسبري دحق دقانون ملاتړ کوي او په دې برخه کې به داړوندو وزارتونو او دنورو دولتي بنسټونو  له خواهيڅ  راز محدوديت شتون ونه لري .
ده څرګنده کړه چې خبريالانو، دخبريالانو دمصوونيت لپاره دځانګړې نمايندګۍ دجوړولو په برخه کې په نيويارک کې  دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په غونډه کې دافغانستان دجمهور رييس  دمرستيال دغوښتنې ملاتړ وکړ .
ده وويل په افغانستا کې همدا اوس پنځه اويا ټلويزيوني شبکې يو زرو دوه سوه چاپي خپرونې او دوه سوه راډيويي شبکې  فعاليت کوي او په دغو شبکو کې کابو لس زره تنه خبريالان په کار او فعاليت بوخت دي .
ده دغه راز يادونه وکړه چې کابو دوه مليونه ټوليزې شبکې  فعاليت کوي اوپه هغوى هيڅ راز محدوديت  نه دى لګول شوى .
دجمهور رييس دوياندمرستيال وويل چې په اطلاعاتو دلاسبري  هلې ځلې پيل شوي دي او وزارتونه او مستقلې دولتي ادارې هره ورځ دخپلو فعاليتونو رپوټونه دحکومت درسنيو په مرکز کې دخبريالانو په واک کې ورکوي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته