کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دهرات په ولايت کې دترافيکي پيښو له امله يو تن ووژل شو او ٣٠ تنه نور ټپيان شول.
دهرات دمرکزي روغتون وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل په هغې ترافيکي پيښه کې چې دګمرک په ساحه کې ديو باروړونکى مازدا موټر دچپه کيدو زيږنده وه يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
داپه داسې حال کې ده چې په نورو بيلابيلو ترافيکي پيښو کې ديرش تنه ټپيان شول چې د دوى روغتيايي حالت مخ په ښه والى بلل شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ