امنیت

په غزني ولايت کې دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په غزني ولايت کې پرون له طالبانو سره د پوليسو د نښتې له امله دوه تنه  ملکي وګړي شهيدان شول او دوه تنه نور ټپيان  شول .
دغه جګړه د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په عبدالله ګل سيمه کې  ونښته.
د غزني ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوي دباختر خبري آژانس  ته وويل :
په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم  د سر زيان اوښتى دى خو تراوسه پورې
د سر دزيان  دقيق شمير معلوم  نه دى .
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې :  ټپيان دامنيتي ځواکونو له خوا  روغتون ته ليږدول شوي او  د دوى د روغتيايي حالت خبر نه  دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته