امنیت

په بغلان کې دداياک پروګرام ته د ٣٣ سپکو او درندو جنګي وسايلو سپارل

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٣ :
درې  ديرش سپک او درانده جنګي وسايل په بغلان ولايت کې دوسلو دراټولولو پروګرام  يا داياک ته وسپارل شول.
په دغو وسلو کې  کلاشينکوفونه ، چره يي ټوپکونه ، توغندي ويشتونکي  او تومانچې شته  چې دپوليسو له خوا  دبغلان ولايت   په بيلابيلو سيمو کې جلاجلا عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي.
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  عبدالرشيد بشير دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې ددغو  جنګي  وسايلو په اړوند  دغير مسوولو وسله والو کسانو او دطالبانو دډلې  دافرادو په ګډون  يوولس تنه  نيول شوي دي.
په بغلان کې دداياک دپروګرام  همغږۍ کوونکى ډګروال  لا لاګل وايي   دا اووم ځل دى  چې ددغه ولايت امنيتي مسوولين دوى ته جنګي وسايل سپاري. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته