کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٠ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍدکابینې غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې کابینې د مذهي مراسمو ، ملي او بین المللي ناستو د امنیت د تامین په خاطر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت عمومي ریاست یې موظف کړل هغه افراد دې تقدیر کړي چې په لاندې کچو یې د امنیت په تامین کې زیات کوښښ کړی.
کابینې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ستراتیژي چې د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا په ناسته کې تائید شوې وه تصویب کړه، دولتي ارګانونه یې موظف کړل چې د یادې ستراتیژۍ په رڼا کې خپلې کاري برخې د هغه تطبیقي پلان سره یو ځای ترتیب او د جمهوري ریاست د دویم مرستیال له تائید وروسته دې پلې کړي.
غونډې دولتي ارګانونه موظف کړل د اداري فساد نسبتي قضیو
دوسیې دې چې مخکې یې د ارزولو په موخه د لوی څارنوالۍ ادارې ته استولې دي له هغې ادارې سره تعقیب کړي او د اړتیا پرمهال دې مفصل معلومات وړاندې کړي.
دغه راز دې دخپلې غصب شوې ځمکې او املاکو مشخصات د توحید په خاطر د افغانستان د ځمکو ادارې ته واستوي.
کابینې ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارله چې له وکیلانو او سناتورانو سره دې له دوه ګوني چلند څخه په کلکه ډډه وکړي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې دې یو ډول چلند ورسره وشي.
د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست د چارو عمومي ادارې ریاست د دولت د انسجام چارو مرستیال د مقررو، لوایحو، او د ادارو داخل او ټولو مناسبو ځایونو کې دلید وړنقطو کې دملکي ادارو طرزالعملونو او ټولو کاري پروسو دمقرریو دنشر طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
هغه څرګنده کړه د دې طرحې له لارې هغه لنډ کاري پروسیجرونه چې ستونزه یې د لوحې په نشر سره حلېږي د اړوند ادارو او ولایتي واحدونو د لېد وړ ټولو نقطو او اړتیا پرمهال به د ښارونو د لید وړ ساحو کې نصب او هغه مقررې، کاري طرزالعملونه او نورتقنیني اسناد چې اوږده متنونه لري دوېبپاڼو او دامکاناتو په صورت کې به دټولېزورسنیو له لارې په متواتر ډول خپرېږي.
کابینې یاده طرحه تایید کړه، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظفې کړې چې د خپلو کاري پروسیجرونو لنډیز د اړوندې ادارې دننه په مرکز او ولایتونو کې چې د ټولو د لېدلو وړ وي په لوحو کې بند، مقررات او خپل کاري طرزالعملونه دې د بروشورونو د چاپولو او په اړوندو وېبپاڼو کې د نشرولو له لارې ټولو مراجعینو ته په واک کې ورکړي.
وروسته د مالیې وزیر په عادي بودجه کې د (114.168) میلیون افغانیو د زیاتوالي او په انکشافي بودجه کې د (511.144) میلیون افغانیو زیاتوالي په اړه د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه کې د ضمیمې په توګه د دې وزارت وړاندېزونه غونډې ته وړاندی او څرګنده یې کړه چې دا زیاتوالی د ملي امنیت شورا دفتر عادي بودجه کې ناتفو د مرستو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ظرفیت لوړولو پروژې (CBR) لپاره په انکشافي بودجه کې د نړیوال بانک له مرستو؛ د عدلیې وزارت عدلي او قضایي ملي برنامې؛ د لوی څارنوالۍ ادارې او مالیې وزارت تخنیکي همکاریو پروژې څخه ترلاسه کېږي چې د کابینې له لورې تایید شول.
وروسته د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په حیرتانو بندر کې د شته ادارو د کدري، ظرفیت، زېرمو، د تخلیې او بارګېرۍ د څرنګوالي له اړخه، راپور غونډې ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، په حیرتانو بندرکې دولتي ادارې اوسوداګریز شرکتونه فعالیت کوي چې هغوی د دې ادارو د وضعیت د ښه والي لپاره وړاندېزونه مطرح کړل.
پرېکړه وشوه له هغه ځایه چې د بندرونو مسوولیت مالیې وزارت ته سپارل شوی، نو هغه وزارت به د کابینې وروستیو غونډو ته خپلې طرحې وړاندې کړي.
کابینې دمالیې وزارت موظف کړ چې په حیرتانو بندر کې د شته ادارو د څرنګوالي په اړه د سوداګرۍ وزارت راپور په هر اړخیز ډول مطالعه او و ارزوي اوخپل وړاندېزونه،نظریات او طرحې دې د اجرائیوي او تخنیکي اړخه د حیرتانو بندر د ښه والي لپاره د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.
په همدې ترتیب د لوړو زده کړو وزارت دکانکور آزموینو پروسې د ښه والي لپاره پیشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې په دې برخه کې ننګونې لکه، په ټول هېواد کې د آزموینې غیر اختصاصي والی، په متوازن ډول د استعدادونو نه جلاوالی، په بېلابېلو رشتوکې د اړتیا وړ کدرې اړتیا سنجش نشتوالی او یو شمېر نور موضوعات په نښه او اصلاحي وړاندېزونه وکړل.
کابینې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د پوهنې وزارت عمومي تعلیماتو معین، د کابل پوهنتون رئیس او په لوړو زده کړو کې دجمهوررئیس ستر سلاکارپه غړیتوب کمېټه په اقتصاد او زېربنایي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار تر نظر لاندې موظفه کړه چې د کانکور ازموینو د بهیر وړاندېز شوې طرحه د بېلابېلو هېوادونو له تجربو څخه په استفادې په هر اړخیزه توګه و ارزوي او د کابینې وروستیو غونډو ته دې وړاندې کړي.
وروسته د ښارجوړولو وزیرد استوګنې سیمې څخه اداري ساحې ته د شبرغان په شاه مشرب سیمه کې د افغانستان د ځمکو ادارې لس جریبه ملکیت موازي تعدیل غوښتنه د جوزجان د ځمکو ادارې ریاست د اداري ودانۍ د جوړېدو په خاطر غونډې ته مطرح کړه چې د کابینې له لورې تایید شوه.
د افغانستان د ځمکو ادارې مرستیال د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالي ۴جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال پوهنې وزارت ته د یو ښوونځې د جوړېدو په خاطر او د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ ۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د عیدګاه جومات د جوړېدو په خاطر غونډې ته مطرح کړل. کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د پورته یادو شویو ځمکو انتقال تایید کړ.
د غونډې په دوام د افغانستان د ځمکو ادارې مرستیال د کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ ګوسفند درې سیمه کې د (8949.35) جریبه دولتي ځمکې د تثبیت راپور غونډې ته وړاندې کړ.
نوموړي د کډوالو ښارګوټې د جوړېدو په خاطر د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ته د (2000) جرېبه دولتې ځمکې موازي انتقال؛ د ښوونکو د ښارګوټې د جوړېدو په خاطر پوهنې وزارت ته د (2000) جریبه؛ د صنعتي پارکونو د جوړېدو په خاطر د افغانستان د پانګونې ملاتړ ادارې ته د (2000) جریبه ؛ د کانونو د انستیتوت او پوهنتون د جوړېدو په خاطر لوړو زده کړو وزارت ته د (500) جریبه او د هدېرې د جوړېدو په خاطر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته (۲۵۰) جریبه ځمکې د ورکړې په اړه غونډې د یادې ادارې غوښتنه مطرح کړه.
هغه زیاته کړه دا ایجابیږي چې د کورنیو چارو وزارت د دولتي ځمکو د راګرځولو مصوبې د هدایت مطابق اقدام وکړي او هغه د سروې او پلان جوړونې لپاره چمتو کړي، دغه راز دې د څو ټوټه کېدو د مخنیوي په خاطر د ښار جوړولو وزارت،د پایتخت زون د انکشاف اداره او کابل ښاروالي جامع پلان ترتیب اودغوښتونکو اداروپه واک کې دې ورکړي.
کابینې د کورنیو چارو وزارت موظف کړ چې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د ګوسفند درې سیمې د دولتي ځمکو د راګرځولو په اړه عاجل اقدام وکړي او هغه سروې او پلان ته چمتو کړي.
دغه راز د ښارجوړولو وزات یې د پایتخت زون انکشاف ادارې او کابل ښاروالۍ په همکارۍ موظف کړل چې د غوښتونکو ادارو سره په همغږۍ د ماسټر پلان له مخې د یادې سیمې جامع پلان او تفصیلي پلانونه ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
د غونډې په بله برخه کې د بین المللي معاهداتو پنځه مورده د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین غونډې ته مطرح کړل چې د تایید وړ وګرځېدل.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د افغانستان د اسلامي جمهوریت د فواید عامې وزارت او چین ولسي جمهوریت دسړک او پُل جوړونې شرکت ترمنځ د تفاهم لیک په اړه غونډې ته معلومات ورکړل چې کابینې تائید نه کړ او بهرنیو چارو وزارت ته یې دنده وسپارله چې یاد تفاهم لیک د فواید عامې وزارت په همکاري بیا وګوري او د کابینې راتلونکوغونډو ته دې وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت موظف شو هغه معاهدې چې
مالیاتي معافیتونه لري دموافقې په خاطرد ماليې وزارت ته واستوي.
وروسته د فواید عامې وزارت سرپرست، د کورنيو او بهرنیو قراردادونو د مالیاتي معافیت غوښتنه د دې وزارت د پروژو د اجرا کولو په خاطر چې د المان د پرمختیايي بانک (KWF) له لورې تمویلیږي غونډې ته مطرح کړه چې د کابینې له لورې تصویب شوه.
د غونډې په پای کې د مالیې وزیر د مالیې وزارت، غوڅ ملاتړ ځواکونو او امریکا متحدو ایالتونو د ګډې کمیټې نوي وړاندېزونه د باقيمانده شرکتونو دمالیاتي ستونزو دحل په خاطر دیوه ساده میکانیزم جوړېدو او د هغو شرکتونو د اطاعت او نورو مسایلو په اړه چې د ۲۰۱۵ کال موافقې لاندې فعالیت لري، غونډې ته مطرح کړل.
نوموړي د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۳۹۵/۹/۱۹ نیټې د ۱۹ ګڼې مصوبې د ۲ فقرې د حکم د تطبیق غوښتنه په ټولو اصلي او فرعي قرادادیانو چې د ۲۰۰۲ د سپټمبر د ۲۶ نیټې د (۲۰۲) ډیپلوماټیکو یاداشتونو، د ۱۳۸۲ د غبرګولي د ۷ نیټې د (۱۹۳) او د ۲۰۰۲ د جنورۍ د ۴ نیټې د تخنیکي او نظامي همکارۍ د موافقه لیک (MTA) لاندې فعالیت کړی غونډې ته مطرح کړ چې له هراړخیز بحث وروسته د مالیې وزارت وړاندېز تصویب او تایید شو.
0 6 دقیقې لوستل