امنیت

په کابل کې د ځانمرګى بريد له امله څلور تنه شهيدان شول

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٦ :
دملي دفاع وزارت ويندوى تائيد کړه چې نن سهار د کابل ښار د نوې کارتې په ساحه کې د ځانمرګى بريد له امله څلور تنه شهيدان شول چې دوه تنه يې دملي اردو منسوبين وو.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل:  نن  سهار په اوو بجو اولسو دقيقو دکابل ښار دنوې کارتې په ساحه کې يوه  ځانمرګى يرغلګرچې چاوديدونکي توکي يې په خپل بدن کې تړلي و، ځان  د بسونو په تمځاى کې د ملي اردو  دکارکوونکو د سپرلۍ له کاستر موټر سره ټکرکړ.
په لومړنيوخبرونوکې ويل شوي دي چې په دې پيښه کې څلور تنه شهيدان او دوه ويشت تنه نورټپيان شوي دي چې په شهيدانوکې دملي اردو دوه تنه منسوبين، يوه ښځه  او يو ملکي سړى شامل دي او په ټپيانوکې ماشومان هم شامل دي.
هغه ملکي وګړي چې په دې پيښه کې شهيدان شوي دي؛ په سيمه کې موټرته سترګې په لاره وو.
دکابل په ښارکې ديو بهرني رستورانټ په وړاندې د روان کال دمرغومي د مياشتې د ٢٧ نيټې له ځانمرګى بريد وروسته چې له امله يې ٢١ تنه ووژل شول؛ دا په کابل کي لومړنى ځانمرګى بريد دى چې مسووليت يې د وسله والوطالبانو ډلې په غاړه واخيست او د وروستۍ پيښې عامل هم طالبان بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته