ورزش

دغورماچ ولسوالۍ دجنرال دوستم دځواکونو له خوا ونيول شوه .

کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ دامنيتي ځواکونولاس ته ورغله .
په دغو عملياتو کې چې دجنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ ترسره  شول يوسلو پنځه شپيته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال دوستم ته نږدې خبرځاى وايي چې په دغو عملياتو کې څلور تنه پوځيان شهيدان او څوارلس تنه نور ټپيان شوي دي  چې دجنرال دوستم په ځانګړو ځواکونو پورې اړونده پوځيان په شهيدانو او ټپيانوکې شامل دي .
ويل کيږي همدا اوس دغورماچ ولسوالۍ بازار او ددغې ولسوالۍ زياتره  سيمې دامنيتي ځواکونو ترکنترول لاندې دي او کور په کور عمليات پيل شوي دي چې استوګنې په کورونو کې دطالبانو داحتمالي شتون مخه ونيول شي
په همدې حال کې جنرال دوستم وايي چې د ډار اچونې ضد عمليات دافغانستان دشمال ختيځ په ګوټ ګوټ کې پراختيا مومي
ده وويل  :چې دده ترامر لاندې ځواکونه دغورماچ په بيرته نيولو بريالي شوي دي
ده زياته کړه: چې په سرپل  ، جوزجان ، او فارياب  کې به هم عملياتو ته پراختيا ورکړي او دغه سيمې به دطالبانو په ګورستان بدلې کړي .
ده يوځل بيا په پاکستان او دسيمې  دهېوادونو په استخباراتو له ډار اچوونکو ځواکونو سره دملاتړ تور ولګاوه اوزياته يې کړه  موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو چې دافغانستان په شمال  کې جګړې  په شاوتمبوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته