ښوونه او روزنه

په کانکور کې په سل ګونو بي نتيجې ځوا نان پوځي زده کړې کوى

تخارباخترد ثوراوله

يو زرو دري سوه تنه ځوا نان چې دسږ کال په کانکور ازموينه کې بي نتيجې اعلام شوي دي دپوځې زده کړو لپاره يې نن په تخار ولايت کې ازموينه ورکړه

 دغه ځوانان د تخار ، بد خشان ، کندز او بغلان د ولايتو نو د ليسو فارغان دي .

 له دغو ځوا نا نو څخه ازموينه نن د کابل دپوليسو اکاډمى د هيئت او دسيمه ييزوچارواکوپه وړاندى واخيستل شو. ښايي ، ددغې ازموينې بريالى کسان دليسانس سند د تر لاسه کولو  لپاره په پايتخت کې دپوليسو پوځى اکاډمي ته معرفى شي

 ددغې ازموينې پوځي استاد وويل ،ددغو ځوانا نو داز موينې دپارچو له څيړلو وروسته به بريالى کسان په يوه څلور کلنه دوره کې د کا بل  دپو ليسو په اکاډمي کې زده کړې و کړي

 د تخار والى عبدالجبار تقوا دغه ازموينه وکتله ، ده په ټولنه کې د پوليسو رول مهم او ارزښتناک و باله اود پوځى زده کړو لپاره يې دځوانا نو اقدام وستايه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته