امنیت

د ملي امنیت سلاکار: د خلکو او ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ باید د همکارۍ روحیه لا پیاوړې شي

کابلباختر د زمري د مياشتې١٤مه
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف نن د خپل کار په دفترکې، د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د برملې ولسوالۍ د خروټو، وزیرو او سلېمانخېلو قومي مشرانو، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ چې د سیمې ولسونه د خپلې خاورې د ساتنې لپاره له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل چې د تاریخ په اوږدوکې افغان ولسونو تل د هېواد د امنیت په ساتلوکې رضاکارانه برخه اخیستې ده او د هېواد د ټولو ویاړنو او حماسو په جوړولوکې یې ستره ونډه لرلې ده.
محمد حنیف اتمر د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې، د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالۍ د اوسېدونکوله همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.
د ملي امنیت سلاکار په هېواد کې د سراسري امن او تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ولسونو همکاري خورا مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د خلکو او ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ باید د همکارۍ روحیه لا پیاوړې شي.
محمد حنیف اتمر د پکتیکا ولایت د قومي مشرانو یو شمېر ستونزې هم واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې د ټولو اړوندو وزارتونو له مسوولینو او جمهور رييس سره به د دوی ستونزې شریکې او هڅه به وکړي چې هغه هوارې شي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته