ورزش

د واليبال دځوانانو ملي ټيم له ماتې سره مخامخ شو

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
دهيواد د واليبال دځوانانو ملي ټيم په دريو لوبوکې له ماتې سره مخامخ شوى دى. دغه ټيم  چې په ايران کې د واليبال د اتلوالى دسياليو په شپاړلسم پړاو کې ګډون کړى  دى، په تيرو دريو ورځوکې دتاليند، جاپان اوسريلانکا دټيمونو په وړاندې ماتې خوړلې ده .
په هغې خبرپاڼه کې چې د اولمپيک دملي کميټې دخپرونو ددفتر له لارې باختر اژانس ته رسيدلى ده، ويل شوې دى چې دغه سيالۍ دسپټمبر دمياشتې په اووه ويشتمه نيټه  د اتلسو اسيايي هيوادونو دټيمونو په ګډون دايران په اروميه  ښارکې  پيل شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته