هرات / دکب ۱۳ / باختر
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په هرات ښار کې د نیالګیو کېنولو د موسم په پيل کې د ښاروالۍ مسوولانو ته د شنو ساحو د پراختیا، اوبو لګولو، د نیالګیو د ساتنې او څارنې په خاطر لازمه لارښوونه وکړه.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې، له همدې امله د هرات ښار د شمال په لوړو سیمو کې ۳۵۰۰ نیالګي کېنول کېږي.
د هرات ښاروالۍ هم د شنوساحو د خړوبولو سرچینو د احیا کولو په خاطر خپلې هڅې پيل کړې دي.
ټاکل شوې ده د دغه سیستم او د څاګانو د اوبو په احیاکولو سره د هرات ښار د شمال د شنو ساحو د اړتیا وړ اوبه د هرات بام په حوض کې زېرمه شي او د دغو ساحو د خړوبولو په خاطر په منظم ډول ترې ګټه واخستل شي.
پای شکریه
2 1 دقیقه لوستل