سیاست

جمهوررئیس کرزی: والدین باید پرځان تکلیف وګالي خو خپل اولاد له ښوونځي څخه محروم نه کړي

کابل_باختر د لړم دمياشتې ٢٣ مه:
زموږ کوم ماشومان چې د ښوونځي په سن کې کار کوي، والدین او د کورنۍ نور مشران یې باید تر ممکن حده پرځان تکلیف وګالي خو خپل بچی له ښوونځي څخه محروم نه کړي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن پخپلې راډیویي وینا کې چې له ملي راډیو څخه خپریږي، په دې موضوع باندې ټینګار وکړ، وې ویل: باید زیار وایستل شي چې ماشوم  تعلیم او زده کړو ته تشویق شي ځکه چې د کوچنیوالی په سن کې زده کړه ښه کیږي نو پکار ده چې کورنۍ دغه تعلیمي اصل ته توجه ولري او د خپلو ماشومانو د تعلیمي استعدادونو د رشد زمینه برابره کړي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: درانه او شاقه کارونه حتی کله کله د ځوانانو پر وس هم پوره نه وي، کوچنیان خو د دغسې کارونو توان بالکل نه لري، هغه کوچنیان چې د ډیر مجبوریت په وجه کار ته ځي، کورنۍ یې باید شاقه او درانه کار ته پرې نه ږدي او  د کار خاوندان هم باید هغوی ته درانه کارونه  ونه سپاري، رویه یې باید ورسره ډیره ښه وي. درانه کـارونه او زشـته رویه د کـوچنیانو پر جسـمي او ذهني وده او روحي وضع ناوړه اغیزه لري.
حامدکرزي وویل: هغه کسـان، شخصي مؤسسات، کارخانې او د بېلابېلو چارو شرکتونه چې دا کوچنیان استخداموي؛ هغو ته ښايي چې د دوی له مجبوریته استفاده ونه کړي، بلکې د دوی ټول بشري حقوق او د کار حقوق په جدي توګه په پام کې ولري.
جمهوررئیس ټینګار وکړ چې زموږ د ټولو دا وظیفه ده چې د دغسې کوچنیو کاریګرو د ټولو بشري حقوقو خوندي تابه ته متوجه و اوسو او که چیرې مو ولیدل چې زموږ پر کـوچنیو کاریګرو د کار پر مهال زیاتی کیږي، مقابل لوری باید خپلې خطا ته متوجه کړو او تل کـاریګرکوچنیان وهڅوو چې د کار ترڅنګه زده کړې هم هیرې نه کړي.
حامدکرزي زیاته کړه: د بشري حقوقو او د کار د حقوقو د دفاع  د مؤسسو تر ټولو درنه وظیفه دا ده چې د دغو کوچنیانو د کار شرایط، د کار په مقابل کې د دوی د حقوقو او د استخداموونکو د کړو وړو جدي څارنه وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته