کابل باخترد جوزا دمياشتې ١٧ :
وسله والو طالبانو تېره شپه په فارياب ولايت کې يو ديني عالم په ډزوسره وواژه.
مولوي عمادالدين چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د امام صاحب د جامع جومات امام هم و؛ تيره شپه کله چې د ماخستن له لمانځه وروسته خپل کور ته روان و؛ د دوو تنو موټرسايکل سپرو يرغلګرو له خوا ورباندې ډزې وشوې او شهيدشو.
د فارياب د والي ويندوى احمدجاويد بيدار باخترآژانس ته وويل چې دغه ديني عالم له دولت سره هيڅ راز اړيکې نه لرلې او دنده يې يوازې خلکو ته د اسلامي تعليماتو تدريس و.
په همدې حال کې د فارياب سيمه ييزمقامات وايي: د دغه ترور د عاملينو د پيژندلو اونيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي .
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون په فراه ولايت کې هم دوه تنه قومي مشران په ډزوسره ووژل .