سیاست

د هېواد اجراېيه رېيس دامريکا دجمهور رېيس د دستار له مرستيالې سره وکتل

کابل باختر دتلي شپږمه : د افغانستان داسلامي جمهوريت اجراېيه رېيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګروملتو د سازمان دعمومي اسامبلې په درې اويايمه غونډه کې دګډون لپاره نيويارک ته دسفر تر څنګ دامريکا دمتحده ايالاتو د ملي امنيت دشورا د جنوبي او مرکزي اسيا دچارو له لويې مديرې او دجمهور رېيس د دستيار له مرستيالې ميرمن ليزا کورتي سره په نيويارک کې په خپل استوګنځي کې وکتل . داجراېيه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په دې ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستيو سياسي امنيتي بدلونونو، دشفافو سالمو اوباوري انتخاباتو دترسره کولو ، په افغانستان کې دسولې دخبرو او لرليد او په سيمه کې د ډار اچونې په ملاتړو د فشار دعملي کولو داغيزمنو لارو چارو په باره کې خبرې وکړې . ميرمن کورتيس په دې ناسته کې دافغانستان لپاره دامريکا داوږدمهالې ژمنې او له ازادو ، شفافو اوبې پرې انتخاباتو سره دملاتړ ډاډ ورکړ . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته