سیاست

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنيرمحمد خان د اندړو د سراسري قومي شوری په پرانست غونډه کې ګډون وکړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٠ مه
د اجرائيه رياست لړمړي مرستيال انجنير محمد خان د اندړو سراسري قومي شوری پرانيست غونډه چې د سرحدونو چارو وزارت معين يعقوب احمدزي، د ملي شوری غړو او د هېواد د 16 ولايتونو استازو په کې ګډون کړی و، د هېواد د قومونو تر منځ د يووالي په خاطر يو ګټور اقدام وباله.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د اندړو سرتاسري شورا په کابل کې د حاجي نعمت الله (رحمت زاده) ترمشرۍ لاندې په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ، او د هېواد د قومونو تر منځ يووالی او د قومونو د حقوقو څخه دفاع کول يې خپلې بنسټيزې موخې اعلام کړې.
د اندړو سراسري قومي شوری په ياده غونډه کې د اجرئيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان د خپلو خبرو پر مهال وويل: ډېر خوښ يم چې نن د اندړو قوم چې د پښتني ټبر يو لوی قوم دی، د يوځای والي شاهد يم، باوري يم، که قومونه په دې ډول خپل منځو کې واحد او متحد وي له نورو وروڼو او قومونو سره هم په اسانۍ تفاهم کولای شي.
ده زياته کړه، په هېواد کې اوسېدونکي مختلف قومونه په خپل داخل کې په اتفاق او بيا له نورو وروڼو قومونو سره په يووالي د هېواد په ابادۍ، ودانۍ، سوکالۍ او امنيت کې ارزښتمند او رغنده رول ولوبوي.
محمد خان وويل: د قومونو يوځای والی که د دې لپاره وي چې د خپل قوم حقه حقوق په لاس راوړي، دا کار نه دا چې عصبيت نه دی، بلکې يو نيک کار دی، عصبيت هغه وخت ګڼل کېږي چې هر يو قوم هر څه خپل قوم ته وغواړي او په څنګ کې د خپلو وروڼو قومونو حقوق تر پښو لاندې کړي.
ده د قومونو جوړښتونه د هېواد د امن او ثبات لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه، قومي جوړښتونه د احزابو په څېر د خلکو په يووالي کې ښه کردار ادا کولای شي، هيله ده ياده شوری خپله ډيره توجه د ځوانانو تعليم او په هېواد کې د امنيت په ټينګولو کې مرکوزه کړي.
د یادې شورا لنډمهالی مشر حاجي نعمت الله (رحمت زاده) د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه چې له بیلا بیلو ولایتونو څخه يې په ډیرو سختو شرایطو کې کابل ته راغلي او له دوی سره يې ګډون کړی.
د اندړو د سراسري شورا په دې غونډه کې د کابل، وردګو، غزني، زابل، کندهار، ارزګان، بادغیس، بغلان، لوګر، تخاراو پکتیا ولایت او یوشمیر نورو ولایتونو اندړو ګډون کړی ؤ.
د اندړو قومي شوری دا پرانست غونډه د هېواد لپاره د امنيت او د ټولو قومونو تر منځ د ورورلۍ او يووالي په دعاء او اميدونو پای ته ورسېده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته