کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د يوه پنځه ويشت کلن ځوان مړى نن د پروان ولايت په مرکزکې ترلاسه شو.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير باخترآژانس ته وويل: دغه ځوان په ټټرکې د څلورو ګوليو د لګيدو له امله وژل شوى دى .
ده زياته کړه: ترلاسه شوي سندونه ښيي دغه قاتل حکمت الله نومى او دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د پراچې دکلي اوسيدونکى دى اومړى د پروان ولايتي روغتون ته ليږدول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ