
کابل/ د وږي ٢٣مه / باختر
د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټرعبدالله عبدالله دوحه کې په خپل استوګنځي کې د سولې د خبرو پيل د پرانستې غونډې په څنډه کې، د افغانستان لپاره د پاکستان د اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي محمدصادق خان سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې د ملي مصالحې عالي شورا رييس د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د ملاتړ او د دغه هېواد د مثبت رول قدرداني وکړه او دايمې سولې ته د رسېدو په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوريت د هوډ او ارادې ډاډ ورکړ.
د ملي مصالحې د عالي شورا رييس د خپلو خبرو په دوام زياته کړه په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په خاطر د ګاونډيو هېوادونو رول او سيمه ييزه اجماع مهمه ده.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د خبرو پيل يې د ملي مصالحي عالي شورا رييس او د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله او هغه يې يو مثبت او تاريخي بدلون وباله .
ده زياته کړه هېواد يې د سولې دهلوځلو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جګړي او تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو ملآتړ دى.
پاى ذ