ښوونه او روزنه

په لوګر کې د شهيد غلام محمد ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د شهيد غلام محمد د هلکانو د لومړني ښوونځي ودانۍ نن پرانيستل شوه.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب د باختر آژانس سيمه ییز خبريال ته وويل چې د دغه ښوونځي ودانۍ د اقرا پروګرام په مرسته د ۴ میليونو ش۶۰۰ زرو افغانيو په لګښت په يو پوړ کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ شپږ درسي خونې، يوه اداري خونه او نور ضروري ملحقات لري.
د لوګر د پوهنې رييس سيد عزيزاحمد هاشمي د سيمې له خلکو څخه وغوښتل چې د ښوونځي د ودانۍ په ساتلو او ښوونځي ته د خپلو بچيانو په استولوکې هلې ځلې وکړي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند وويل چې د هېواد جمهوررييس محمد اشرف غني په دغو وروستيو کې په لوګر کې د ښوونکو ۸۵۷ بستونه منظور کړي دي چې په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه لرې شي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته