اقتصاد

دبلخ ولسوالۍ د سري اوبريښنا له فابريکې سره ونښلول شوه .

کابل باختر د لړم  لسمه :
دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې پرون دلسو کيلومترو په اوږدوالي يو واټ دافغانستان دفوايد عامې دوزير له خوا پرانيستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو دغه واټ دبلخ ولسوالۍ دسري اوبريښنا  له فابريکې سره نښلوي
دفوايد عامې وزير محمود بليغ  چې ديو رسمي  سفر لپاره دبلخ ولايت ته تللى و او په دغه ولايت کې يې دڅو پروژو دپرانيستلو په غونډه کې  خبرې کولې وويل: دغه واټ دلسو کيلومترو په اوږدوالي دبلخ ولسوالۍ  دسري او بريښنا له فابريکې سره  نښلوي چې دنړيوال بانک په مرسته  ديو سلو پنځه اتيا مليونو افغانيو په لګښت  پوخ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى .
بليغ  دبلخ ولايت ته په خپل سفر کې دغه راز دشمال زون دکليوالي لارو د جوړولو  دملي پروګرام ادارې ودانۍ چې دنړيوال بانک په مرسته  د څه ناڅه درې ويشتو مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده ګتې  اخيستنې ته وسپارله او دمزارشريف ښار دملي چوپان  په سيمه کې  ديو ښاري واټ دجوړولو دکار چې ددوو کيلو مترو په اوږدوالي  او دپنځه پنځوسو مليونو افغانيو په لګښت  جوړيږي  هم خبر ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته