امنیت

روزګاني ولسونو یو ځل بیا په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه

ترینکوټ باختر د لړم د میاشتې ۲۱ مه
د روزګان ولایت د سولې ولایتي شورا د دفتر استازو، قومي مشرانو او ځایي اوسیدونکو ددغه ولایت د سيمه ييزې ادارې له مسولینو څخه وغوښتل، چي په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي.
دوی وایي: د څه باندې یو کال جګړو له امله خپل اصلي ټاټوبواوکورونوڅخه بېځايه شوي دي چې له امله يې سختې شپې سبا کوي.
دوی وايي په تيرکابويوکال کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې لسګونه ځله چاڼیز عملیات پیل شوي، خو اړین پرمختګ په کې نه تر سترګو کېږي.
دوی وویل، د مرکزي دولت له خوا روزګان ولایت ته نه پاملرنه، له امنیتي ځواکونو سره نه همکاري او د امنیتي ځواکونو تر منځ د هغږۍ نه شتون ددې لامل شوي، چې لا هم ګڼې سیمې د څه باندې یوه کال په تېریدو سره د طالبانو تر ولکې لاندې وي او زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه کډې کولو ته اړې شوي دې.
د باختر اژانس د خبر له مخې په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،په قومي چارو کې د جمهوررييس سلاکار وزیر محمد قسیم محمدي وویل د ولسونو او امنیتي چارواکو تر منځ غونډه په دې موخه وه چې،له چارواکو څخه د مرکز ترینکوټ په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د وسله والو پر وړاندې د چاڼیزو عملیاتو غوښتنه وشي.
د محمدي په وینا: اوسیدونکو دولتي مسوولینو ته په امنیتي برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د عملیاتو پر مهال د دولت تر ولکې لاندې راتلونکې سیمې به پخپله ساتي.
په ورته وخت کې د روزګان والي محمد نذیر خروټي له ولسي وګړو سره ددغه ډول غونډو تر سره کیدل ګټور وبلل او زیاته يې کړه چې  په دې  سره به له یوې خوا د دولت او ولس ترمنځ شته واټن لنډ شي او له بلي خوا به له امنیتي ځواکونو سره د عامو کسانو پر همکارۍ ښه اغیزه ولري.
دده په وینا په ترینکوټ کې د طالبانو پر وړاندي د عملیاتو د ځنډ لامل ددغه ولایت پر یو شمېر ولسوالیو باندي د وسله والو د بریدونو مخنیوی او ولسوالۍ د سقوط څخه ژغورل وو.
والي د ولسي خلکو مرسته د سیمې د امنیت په ټینګښت کې اړینه وبلله او زیاته يي کړه چې، د ولسي وګړو له مرستې پرته د امنیت ټينګښت ناشونی دی خو په وینا يي د نننۍ غونډي برخه والو ورسره ژمنه کړې، چې تر عملیاتو وروسته به خپلي سیمې پخپله ساتي.
د يادونې وړه ده چې نه یوازي د مرکز ترینکوټ ځایي اوسیدونکي د نا امنیو له امله له هر راز اسانتیاوو څخه بې برخې دي، بلکې ددغه ولایت د ټولو ولسوالیو د اوسیدونکو پر مخ د څه باندي یوه کال په بهير کې د لویو لارو بندښت، د خلکو پر مخ د روغتیایي مرکزونو او ښوونځيو تړل او د مخابراتي فعالیتونو په ټپه دریدل یو له هغو ستونزو څخه شمېرل کېږي، چې ددغه ولایت وګړي يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته