کابل باختر د سلواغې اوولسمه :
١٤ تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې دهېواد دهوايي اوځمکنيو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول .
په دغوډار اچوونکو د وروستيو څلورويشتو ساعتونو په بهير کې ددغه ولايت په ځينو سيمو کې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ١٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شول . ختم_عطاالله _ اکرم