امنیت

په قندهارکې ۳۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

قندهار باختر د لیندۍ ۱۱ مه
د قندهار په معروف ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په زغروال ټانک کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله لږ تر لږه  ۳۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو پلان درلود، څو په چاودیدونکو توکو بار ډک زغروال ټانک په مټ امنیتي تاسیسات په نښه کړي.
د قندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل: وسله والو طالبانو غوښتل په چاودیدونکو توکو بار ډک زغروال ټانګ په مټ د زابل ولایت په اټغر ولسوالۍ کې د ملي اردو یو کنډک په نښه کړي، خو خپله یې پر دوی چاودنه کړې.
د یادونې وړ ده چې پرون هم د قندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د نښتې پر مهال ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته