ټولنه

دموټرونو له ښيښو څخه تور فلمونه پاک شول .

کابل باختر د مرغومي شپږ ويشتمه :
په جلال اباد ښار کې پرون ديوسلو درې موټرونو له ښيښو څخه  تور فلمونه  ددغه ولايت د ترافيکو له خوا پاک شول .
  دننګرهار دترافيکو مدير دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دې کمپاين کې دغه راز  يوسلو  پنځه اتيا موټرسايکلونه  چې سندونه يې نه درلودل او په ښار کې  تګ راتګ کاوه هم نغدي جريمه  شول .
  ديوبل خبرله مخې ، دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې  په پنځه اويا جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول .
  ختم _  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته