سیاست

تبصره:

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
خلک وايي: ويې نيسه چې ودې نه نيسي؛ اوس پاکستان د افغانستان په وړاندې له دغه سياست څخه استفاده کوي .
دباختر آژانس مبصر ليکى: په وروستۍ پرمختيا کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى ويلي دي چې ددغه هيواد دولت دافغانستان له خاورې څخه پاکستان ته دوسله والو طالبانو دورتګ له پلوه انديښنه لري او له کابل څخه غواړي چې ددغو  وسله والو کسانو پرخلاف دمبارزې لپاره دې همکاري وکړي.
دغه څرګندونې کولاى شو په يو ډول نه يو ډول غير مسوولانه او آن غيرمنصفانه تعبير کړو.
دافغانستان مشرتابه دپاکستان په خاوره کې د ډار اچوونکو د ماتې خوړلو ځواکونو د جوړولو او سمبالولو له وخت څخه ، تل له پاکستاني مقاماتو څخه وغوښتل چې د ډار اچوونکو دسمبالولو او تمويلولو مرکزونو او خوندي ځالوته چې دپاکستان په خاوره کې دي؛ پاملرنه وکړي.
دافغانستان مشرتابه تل له پاکستاني مقاماتو څخه وغوښتل چې له ډار اچونې سره په مبارزه کې دې له صداقت څخه کار واخلي. ډار اچوونکي سکه او ناسکه نه لري؛ بايد د هغو ټولو په وړاندې قاطعيت ولرو ، هيڅکله له ذهن څخه نه دى وتلى چې د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په وار وار ډار اچوونکي د لستونې له مار سره تشبيه کړي او په صراحت سره يې طرحه کړ چې يوه ورځ به دغه مار د لستونې خاوند وچيچي.
په هغه وخت کې پاکستان په دغه ستر حقيقت پوهيده او يا يې له هغوى څخه د وسلې په توګه د استفادې په خاطر دغې مسئلې ته پاملرنه ونه کړه.
په هرصورت جمهور رييس په وار وار په سياسي صداقت سره له پاکستاني مقاماتو سره طرحه کړه چې ډار اچوونکي دافغانستان په کليو او بانډوکې کوم ځاى اومکان نه لري او په وروستى پراخ او هر اړخيز تحليل  کې يې ډار اچوونکي په دوو ډلو وويشل او هره يوه يې خلکو او نړيوالو تولنې ته معرفي کړه. 
له ډار اچونې سره په مبارزه کې کلونه  کلونه بې پروايي او ځنډ او د هغوى پالنې او ملاتړ نن د پاکستان خلکوته د افغانستان دخلکو په شان ستونزې جوړوي.
تردې حده پورې چې د پاکستان د خاصو دستګاوو له خوا روزل شويوکسانو د (لوير دير) په پوله کې ددغه هيواد په پوځيانو بريدونه وکړل او له دې لارې يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوى دې ته اړ کړ چې د خپل بام واوره د نورو په بامونو واچوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته