-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
په نشه يي توکو سل روږ دي کسان نن په زرنج ښار کې راټول کړاى شول
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مديريت منسوبينو په نشه يي توکو سل روږدي کسان د زرنج ښار له بېلابېلو ناحيو راټول اود درملنې لپاره يې روغتيايي مرکز ته ولېږدول
داپه داسې حال کې ده چې په نشه يي توکو روږدي کسان د زرنج ښار په کوڅو کې د خلکو د ځورونې سبب کېږي اوزياتره يې په سوالګرى لاس پورې کوي چې د سيمې خلک د دوى له شتون څخه اندېښنه لري . ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ