سیاست

د هلمند د ولایتي شورا رېیس وټاکل شو

لښکر ګاه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه
د هلمند د ولايتي شورا د رهبري پلاوي ټاکنو په ترسره کېدو سره، عطاالله افغان د رېيس، عبادالله عليزی د مرستيال او حافظ حيات الله مايار د منشي په توګه وټاکل شول.
د ټاکنو پدې مراسمو کې مرستيال او سرپرست والي سردارمحمد همدرد، د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو، د يو شمېر ادارو استازو، مدني بنسټونو او رسنيو ګډون درلود.
د ولايتي شورا رياست څوکۍ ته محمد کريم اتل او عطاءالله افغان نوماندان وه، چې عطاءالله افغان  د ۹ رايو په ترلاسه کولو سره و توانېد دغه څوکۍ ترلاسه کړي.
د هلمند سرپرست والي سردارمحمد همدرد د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې د ولايتي شورا ټاکنې پرته له کومې ستونزې په شفاف او سوله ييزډول سره ترسره شوې.
هغه د ولايتي شورا د غړو ترمنځ پرهمغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ، او زياته يې کړه، چې ولايتي اداره هم ژمنه ده، چې د ولس له کور سره په ګډه چارې پر مخ بوځي.
په ورته وخت کې بيا د ولايتي شورا مخکني رېيس محمد کريم اتل له وکيلانو مننه وکړه، چې درې کاله يې پر ده د رياست څوکۍ ولوروله او له نوي رېيس سره يې په چارو کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ولايتي شورا نوي ريس عطاءالله افغان، مرستيال عبادالله عليزي او منشي حافظ حيات الله مايار هم ژمنې وکړې، چې خپل مسولیتونه به په رېښتنې ډول سره سرته رسوي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته