ټولنه

دشهيدانو په کورنيو او ټپيانو نقدي مرسته .

کابل باختر د لړم  نهمه :
دبغلان ولايت  دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې  دوروستۍ  ترورستي پيښې  دقربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره  مرسته وشوه .
  دبغلان ولايت  له پيښو سره دمبارزې  دملي ادارې رييس محمد نصير کهزاد  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په مرکزي بغلان کې  دوروستيو تروريستي پيښو  دقربانيانو  له کورنيو او ټپيانوسره  دهمدردۍ او غمشريکۍ په موخه  دنهو شهيدانو له کورنيو سره دسلو سلو زرو افغانيو او له څوارلسو تنو ټپيانو سره  دپنځوسو پنځوسو زرو افغانيو  نغدي مرسته وشوه .
ويل کيږي  چې دغه تروريستي پيښه دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې يوه مياشت مخکې  دهغه ماين  دچاودنې له امله رامنځته شوه  چې په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و او له امله يې  نهه تنه  ملکي وګړي شهيدان او څوارلس تنه نور ټپيان شوې وو .
  خبرحاى زياته کړه دغه مرسته  دبيړنيو حالاتو دادارې له خوا  وويشل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته