ورزش

د واليبال سياليو په هرات کې دوام وکړ

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ٧ :
د همبستګۍ د جام  د واليبا ل سياليو نن په هرات کې په دريو لوبو سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال  ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د انجيل وليسوالۍ په  سيالۍ کې د دغې ولسوالۍ  د مرکز ټيم  دصفر په وړاندې په دريو سره د عقاب پرټيم بريالى شو او د ادرسکن ولسوالۍ په سيالۍ کې د استقلال ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د ولسوالۍ د مرکز ټيم ته ماتې ورکړه او د ګذرې ولسوالۍ په سيالۍ کې د بلال ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره  د شاهين پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د انجيل، ګذرې او د ادرسکن له ولسواليوڅخه د ٣٠ ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته