امنیت

اته ويشتو تنو وسله والو مخالفينو سولې ته مخه وکړه.

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
اته ويشت تنه مخالفين پرون په بغلان ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.
دغه کسان په حزب اسلامي پوري مربوط دي او دمحمد ابراهيم په مشرۍ له دولت ځواکونو سره يو ځاى شول په بغلان ولايت کې دسولې دولايتي کميټې مسوول عبدالصمد ستانکزي باختر آژانس ته وويل:
دغه کسان پخوا دمرکزي بغلان په ولسوالۍ پورې اړوند په بايشقال کلي کې دولتي ضد فعاليتونو بوخت و او دامنيې قوماندانۍ دمنسوبينو دهڅو او هاند له امله دسولې له بهير سره يوځاى شول .
خبرځاى زياته کړه دغو کسانو اتلس ميله وسلې هم له ځان سره راوړې دي.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد وايي چې دسولې له بهير سره ددغو کسانو په پيوستون سره به دبايشقا ل دکلي امنيت ښه شي دغه کلي دبغلان ولايت ډير ناامن بلل کېږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته