سمنګان باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه :
د وسله والو طالبانو يو سرګروپ تېره شپه په فارياب ولايت کې په امنيتي پوستو د بريد په بهيرکې ووژل شو.
د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوال ميرويس پارسا باختر آژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د دهن دره په سيمه کې د وسله والو طالبانو سرګروپ ملا جندالله هغه وخت ووژل شو چې د دغې سيمې په امنيتي پوستو يې بريد وکړ.
ويل کيږي په دې جګړه کې يو بل طالب سخت ټپي شوى دى او د پوليسو يو سرتيري هم شهيد او يو بل سرتيرى ټپي شوى دى.
2 د یوې دقیقې څخه لږ