امنیت

د ډار اچوونکو پرخلاف دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو پراخ عمليات پيل شول .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دوسله والو طالبانو دخوندي ځايونو او سنګرونو د دړې وړې کولو په موخه  ژمني عمليات پيل شول .
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال جنرال محمد رادمنش  وايي چې دطالبانو دخوندي ځايونو او سنګرونو ددړې وړې  کولو او دغه راز دهغوى داکمالاتي لارو دتړلو په موخه نن دلينډى دمياشتې په لومړى نيټه دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دشفق – ٢ عمليات پيل شول چې وروسته به پراختيا ومومي او په دغو عملياتو کې زموږ ځواکونه دجګړه مارانو د راټوليدو او دسوق او ادارې په ځايونو او اکمالاتي  لارو بريدونه کوي .
  له بلې خوا هم دپوځي چارو کارپوهان په دې باور دي که چيرې وسله وال طالبان دژمي په فصل  کې ونه ځپل شي . افغانستان به په راتلونکي کال کې له سختو جګړو او امنيتي ستونزو سره مخامخ شي .
دغه راز دوى دوسله والو طالبانو دخوندي ځايونو او سنګرونو ددړې وړې کولو لپاره په ژمي کې دپيچلو اوځانګړو عملياتو ترسره کول ګټور او اغيزمن بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته