ټولنه

د کډوالو وزیر د UNHCR په کلنۍ ناسته کې له راستنیدونکو او بې ځایه شویو سره د نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٤ مه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اجرایوي کمیټې ( EXcom ) 67 مه کلنۍ ناسته د تیرې سه شنبې په ورځ د دغې ادارې په مرکزي دفتر جنیوا ښار کې کې جوړه شوه .
باخترآژانس په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په دې ناسته کې د شاوخوا ۱۵۰ هیوادونو چارواکي او له ۳۰ څخه د ډیرو نړیوالو ادارو مشران او همدارنګه له افغانستان څخه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ ګډون لري .
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د اکسکام په دغه کلنۍ ناسته کې له نړیوالو غوښتنه وکړه چې د راستنیدونکو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو په برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي .
د کډوالو وزیر څرګنده کړه چې افغان دولت ژمن دی چې له خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه په داوطلبانه ، تدریجي ، په عزت او خوندي ډول سره د افغان کډالو د راستنولو لارې چارې برابرې کړي چې په همدې موخه د راستنولو جامع پالیسي او د دغې پالیسۍ د عمل پلان جوړ شوی خو په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا ده .
نوموړي وویل چې د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه تر اوسه له ۴۰۰ زرو څخه ډیر افغان کډوالو هیواد ته راستانه شوي .
د کډوالو وزیر هیله و ښوده چې کوربه هیوادونه دې د افغان کډوالو اجباري ایستل و دروي او ناراجستر افغان کډوالو ته دې د راجستریشن زمینه برابره کړي ترڅو افغانان په تدریجي ، په عزت ، په خپله خوښه او د افغانستان د ظرفیت د جذب مطابق هیواد ته راستانه شي .
هغه د کورنیو بې ځایه شویو په اړه وویل چې د جګړو له امله له یو میلیونو څخه ډیر افغانان د ننه په هیواد کې او ۲۵۰ زره نور بیا له قبایلي سیمو څخه بې ځایه شوي دي د نوموړي په خبره افغان دولت په یوازې توګه نه شي کولای دغو بې ځایه شویو ستونزو ته رسیدنه وکړي او په دې برخه کې هم د مرستندویه هیوادونو ، د ملګرو ملتونو او د بشري ادارو مرستو ته جدي اړتیا ده .
سید حسین عالمي بلخي زیاته کړه که چیرې د کډوالۍ د کړکیچ د کنټرول لپاره باید د اوږد مهاله حل لارو په اړه فکر ونشي نو نړۍ لپاره به یو ستر بحران او خطر رامنځ ته کړي .
عالمي بلخي د کډوالۍ له کوربه هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانانو د پناه اخیستلو د اسنادو په څیړلو افغانستان دې د یو ناامن مبدا هیواد په توګه په پام کې و نیسي او د دوې د اسنادو د څیړلو پروسه دې چټکه کړي .
له مبدا هیوادونو سره د نړیوالو مرستې او له انساني قاچاق سره مبارزه نورې غوښتنې وې چې په دغه ناسته کې د کډوالو د وزیر لخوا مطرح شوې .
د اکسکام ناستې په څنډه کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د استرالیا، امریکا ، قطر او د یو شمیر نړیوالو ادارو له چارواکو سره په جلا جلا کتنو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې .
د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اجرایوي کمیټې کلنۍ ناسته د کډوالو د ستونزو د څیړلو په موخه هر کال د UNHCR په کوربتوب د سویس په جینوا ښار کې جوړیږي چې په کې د دغې کمیټې د غړو هیوادونو لوړپوړي چارواکي او د نړیوالو ادارو مشران ګډون کوي .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته