کابل، د غوایي ۱۷مه، باختر
د لوګر امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې په نشه یي توکو د ۶۷ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه روږدي کسان د امنیې قوماندانۍ اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یاد ولایت له مرکز پل علم او ولسوالیو څخه راټول کړي، چې له درملنې ورسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته لوګر کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ د نشه یي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي اقدامات ترسره شوي دي.