نړۍ

په نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر څه د پاسه يو ميليونو ٤٠٠ زرو ته ورسېد

 لندن / بي بي سي / د وري ٢٠مه / باختر
په نړۍ کې په کوېډ – ١٩ د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى.
دغه شمېر نن سهار يو ميليونو ٤٣١ زرو ٦٩١ ته ورسېد.
څه د پاسه ٨٢ زره تنه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.
امريکا د ٤٠٠ زره ٤١٢ اخته کسانو په لرلو سره، په نړۍ کې د اخته کسانو زيات شمېر لري چې ١٢ زره ٨٥٢ تنه يې مړه شوي دي.
په بريتانيا کې د دغه هېواد د صدراعظم بوريس جانسون حالت چې د يوه روغتون د ځانګړو څارنو په برخه کې بستر شوى دى، ښه بلل شوى دى.
د هغه ډاکټران وايي: که څه هم هغه ته اکسيجن ورکول کېږي؛ خو اوس د مصنوعي سا اخيستلو دستګاه ته اړتيا نه لري.
ويل شوي دي چې هغه ښه دى او ښه روحيه لري.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته