امنیت

وسله والو طالبانو ته دسر دروندو زيانونو له اوښتو سره جوخت دهلمند په ناوه کې دپوځي عملياتو دوام .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پوځي عمليات هماغه شان دوام لري .
پوځي مقامات وايي چې ددغو عملياتو په بهير کې يې زيات پرمختګونه کړي دي او ډار اچوونکو ته يې دسر دروندزيان اړولى دى .
مياشتې مياشتې کيږي چې دناوې ولسوالۍ پراخې ساحې د وسله والو طالبانو دډلې په اداره کې دي .
ددغو پوځي عملياتو موخه هم دناوې بيرته نيول او په دغې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې دسترو مرکزونو دړې وړې کول بلل شوي دي .
په دغو عملياتو کې دملي اردو او دملي پوليسو  دمنسوبينو تر څنګ دکوماندو ځواکونه ګډون لري .
دکوماندو دځواکونو  وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل  چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې دوسله والو طالبانو د ډلې دڅو تنو قوماندانانو  او دجګړه مارانو په ګډون کابو سل  تنه وسله وال طالبان وژل شوي اوپه لسګونو تنه نور ټپيان  شوي دي .
ده وويل چې په دغو عملياتوکې  پوځيانو دوسله والو طالبانو دډلې څومرکزونه دړې وړې کړي دي او ځينې ساحې يې له مياشتو مياشتو وروسته دطالبانو له ادارې څخه ايستلي دي .
درارسيدلو  خبرونوله مخې ،پوځيانو په دغو عملياتو کې په ناوه کې دطالبانو دنشه يي توکو دتوليد دوه فابريکې ويجاړې  کړې وي او ديرغلګرو لسګونو موټرو او موټر سايکلونو ته يې اور اچولي دي .
په همدې حال کې ناوه او دهغې شاوخوا سيمې په وروستيو مياشتو کې دافغانستان په جنوب کې دطالبانو په مرکز بدل شوې وې .
دافغانستان په جنوب کې پوځي مقامات وايي  هلې ځلې کيږي چې په بشپړه توګه دناوې په نيولو سره دهېواد په جنوب کې دطالبانو سترمرکزونه  دړې وړې کړي .،
ويل کيږي  دغه عمليات به په خپل قوت سره دوام ومومي . داپه داسې حال کې ده چې په هلمند کې دطالبان دشتون زياتوالي او وروستيو نښتو په زرګونو کورنۍ دلښکرګاه ښار او دهلمند ولايت  ګاونډيو ولايتونو ته مهاجرې کړي دي هغه کورنۍ چې  زياتره يې بشري مرستو ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته