امنیت

په زابل کې دوه تنه د اداري فساد په تور ونیول شول

ـ قلات باختر د کب د میاشتې ۱۸ مه
په زابل ولایت کې د امنیې قوماندانۍ مالي او اداري امر او د ترافیکو مدیر د اداري فساد په تور نیول شوي دي.
د زابل والي رحمت الله یارمل د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، د امنیې فوماندانۍ مالي او اداري امر د خیالي پولیسو د معاشونو او د شهیدانو د اکرامیې د اخیستلو په تور نیول شوی او د قانون منګولو ته سپارل شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ مالي او اداري امر په داسې حال کې د اداري فساد په تور نیول کېږي چې په دغه ولایت کې د ترافیکو مدیر هم تر دې دوې ورځې وړاندې  د فساد په تور نیول شوی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته