سیاست

هند د افغانستان د سولې له بهيرسره خپل جدي ملاتړ اعلام کړ

کابل نوى ډيلى نړيوالي خبري منابع دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
هند دافغانستان دسولې له بهيرسره خپل  جدي ملاتړ اعلام کړ او   ويې ويل : په افغانستان کې سوله  او  ثبات د سيمې د امنيت د تامينولو او د اقتصادي پرمختيا لپاره  زيات ارزښت لري .
هند وايي: د افغانستان دسولې دبهېر په وړاندې دې بايد په هوښيارۍ سره چلند وشي او په ناکافي تياري سره د هر راز نوښت ترسره کول ښايي دغه جګړه ځپلې  هيواد ته خطر ناک وي.
دهند دبهرنيو چارو وزارت سياسي معينې ميرمن سوجاتا سنګهه  وويل: هيواد يې    دافغانانو په مشرۍ دسولې دبهېرملاتړ کوي او هيله لري چې دغه بهير د مخالفو ډلو ترمنځ دپخلاينې  او روغې  جوړې په رامنځته کولوکې مرسته وکړي .
دهند دبهرنيو چارو وزارت سياسي معينې چې پرون يې د آسيا د زړه د استازو په غونډه کې يا په افغانستان کې دسولې دتامينولو په باره کې د استانبول د بهير په غونډه کې خبرې کولې  دافغانستان دسولې دبهير په اړوند يې دخپل حکومت دريځ داسې بيان کړ :
موږ ټول بايد دافغانانو په مشرۍ دسولې دبهير ملاتړ وکړو. له دې سره جوخت بايد يادونه وکړم چې له دغه بهيرسره دمرستې دنوښتونو لپاره بشپړتياري ونيول شي .  که چيرې دغه نوښتونه له بشپړتياري پرته عملي شي؛ زيات خطرونه به ولري .
په هغه صورت کې به مناسبه وي چې  هيڅ راز نوښت ترسره نه شي .
په هغه رپوټ کې چې د اوت لوک انډيا انترنټي سايټ خپورکړى دى ويل شوي دي  چې  هند او د سيمې هيوادونه په افغانستان کې دسولې په تامينولوکې مهم رول  لوبولى شي .
سوجاتاسنګهه د استانبول د بهير په کنفرانس کې د خپلې وينا په دوام په افغانستان کې  دانتخاباتو دترسره کولو په اړوند دبنسټپالو ډلو  ګواښونو ته اشاره وکړه او ويې ويل  ، فکر  کوم چې دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو لپاره  چې په هغه کې دټولو افغانانو  ديو والي امکان برابريږي  ، بشپړتيارى نيول شوى دى.
ددغو انتخاباتو دترسره کولو لپاره ګواښ  دبنسټپالو  ددايمې هلوځلو اصلي برخه بلل کيږي چې غواړي دانتخاباتو امنيت ګډوډ کړي او افغانانو ته ددې حق ورنه کړي چې خپله اراده په آزادانه ډول څرګنده کړي .
سوجاتاسنګهه زياته کړه :  تروريزم  هيڅ راز توجيه نه لري او هند بشپړباور لري  چې يوازې  دنړيوالو همکاريو له لارې کولاى شو په دغې  ناوړې پديدې بريالي شو.
دهند دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په افغانستان کې سوله او امنيت د سيمه ييزو اقتصادي فعاليتونو په پرمختيا پورې اړوند وبلل او ويې ويل: دسيمې ټول هيوادونه بايد په دې پوه شي  چې  افغانستان  دترانزيت  ، اوومو موادو ، انرژۍ  او دسوداګرۍ په برخو کې يو ارزښتناک هيواد دى.
ميرمن سوجاتاسنګهه زياته کړه: ددې وخت رارسيدلى دى چې دافغانستان له لارې  دترانزيت په اړوند جدي خبرې وشي اوپه دې لاره کې دافغانستان ګاونډي هيوادونه کولاى شي مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته