نړۍ

دامريکا جمهور رييس : په افغانستان کې دامريکا جګړه دپاى ته رسيدو په حال کې ده

 واشنګتن دآزادي راډيو  باختر دتلې دمياشتې ٣

دامريکا جمهور رييس بارک اوباما دملګرو ملتو دسازمان په عمومي ټولنه کې په خپلو خبرو کې وويل :  راتلونکى کال  نړيوال ايتلاف په افغانستان کې خپله جګړه  پاى ته رسوي ، دايتلاف ځواکونو د القاعده شبکه  دړې  وړې کړې ده  هغه  شبکه چې دسپتمبر په يوولسمه نيټه يې په  موږ بريدکړى و،  خو بارک اوباما زياته کړه چې  القاعده  دړې وړې شوې  شبکه  اوس هم سوله او ثبات   ګواښوي.
امريکايي ځواکونه دافغانستان په جګړه کې ښکيل شول او ماموريت يې دا و چې دالقاعده شبکه دړې  وړې کړي.
درپوټونو له مخې ، دالقاعده زيات شمير مشران و وژل شول يا ونيول شول خو امريکا دافغانستان په جګړه کې دسر زيات زيان  زغملى دى .
دامريکا جمهور رييس زياته کړه ، دالقاعده دشبکې مشر اسامه بن  لادن په ٢٠١١ کال کې دپاکستان په ايبت آباد ښارکې دامريکا دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او د القاعده يو شمير افراد چې دپاکستان په قبايلي سيمو کې يې  فعاليت درلود دبې پيلوټه امريکايي الوتکو په بريدونو کې  ووژل شول .
اوباما دخپلې وينا په دوام د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې دبدلون يادونه وکړه او زياته يې کړه  موږ د بې پيلوټه الوتکو بريدونه  محدودکړي دي  يوازې په هغو کسانو بريد کوو چې په  دوامدار ډول امريکا ګواښوي او دهغوي نيول امکان نه لري او په هغو ځايونو بريد کوو چې د بريد په وخت کې تاييد شي چې ملکي وګړي پکې نه شته  . دامريکا جمهور رييس دغه راز دګوانتانامو دجيل دبنديانوپه باب وويل چې نيول شوي کسان به نورو هيوادونو ته وليږل شي او هلې ځلې به وشي چې هغوي محاکمه شي .
ده زياته کړه ،چې په جدي ډول به دګوانتانامو دجيل دتړلو په خطر به کار وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته