امنیت

سل تنه طالبان د سولې له بهيرسره يوځاى شول

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :

د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې ١٠٠ تنه وسله وال طالبان نن له دولتي ځواکونوسره يوځاى شول.

دغه کسان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دهلو ځلو په نتيجه کې له دولت سره يوځاى شوي دي.

د پښتون کوټ ولسوال عبدالقادر قديري د باختر آژانس خبريال ته وويل: سلو تنو وسله والو طالبانو له خپلو وسلو سره د المار ولسوالۍ په مربوطاتوکې له جګړې   او مخالفت څخه لاس واخيست او له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول.

ويل کيږي؛ له نورو طالبانو او مخالفينوسره چې له دولت سره په مخالفت کې دي؛ د جمهوري رياست دلومړي مرستيال خبرې دوام لري .

دجمهوري رياست امنيتي مسوول حاجي محمد هاشم وويل: يو زيات شمېر نور طالبان به هم په نږدې راتلوونکې کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته