ټولنه

په روزګان کې له بی ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ترینکوټ  د کب  ۱۱ مه باختر
افغاني سرې میاشتې په روزګان کې له سلګونو بی ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړه .
دغه کورنۍ په دې ورستیو میاشتو کې د ډاراچوونکو ډلو له شتون او د سیلاونو راوتلوله امله له خپلو سیمو څخه ترینکوټ ښار ته بې ځایه شوې دي .
سره میاشت د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي چې په دې پړاو کې  پر٦٠٠ کورنیو وریجې، غوړي، لوبیا، چای، بوره او مالګه ووېشل شوه.
بی ځایه شویو کورنيو د سرې میاشتې له مرستو هر کلی وکړ، خو ویې ویل چې تر هر څه لومړى سر پناه ته اړتیا لري.
سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته