ښوونه او روزنه

په هېواد کې دليک لوست نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

-کابل باختر دوږي  شپاړلسمه :
دليک لوست دزده کړې  نړيواله ورځ په داسې حال کې په هېواد کې نمانځل کيږي چې دولت په هېواد کې له بې سوادۍ سره دمبارزې لپاره دمشخصو اوسنجول شويو جلندونوسره هڅه او هاند کوي .
دباختراژانس خبريال ليکي له بې سوادۍ  سره دمبارزې په لاره کې  ددولتي يوه ستره لاس ته راوړنه ، په دې لاره کې دملي پيوستون طرحه ده .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت او مشرتوب په   ښه توګه په دې پوهيږي چې ددايمي سولې ، پراختيا ، ټولنيزې  سوکالۍ او دبې وزلۍ دکمښت بنسټونه دبې سوادۍ پرضد دپراخې مبارزې په محور څرخي .
په همدې دليل  يې له بې سوادۍ سره دمبارزې ملي کميټه دنظام په چوکاټ کې دجمهور رييس ددويم مرستيال  قانونپوه سروردانش په مشرۍ  جوړه کړې ده چې په دې لاره کې دقيق اوسنجول  شوي چلند طرحه  تدوين او عملي کړي .
په دغو اقداماتو سره چې په دې برخه کې ترسره شول کولاى شو وغواړو چې له بې سوادۍ سره مبارزه دنظام  په لومړيتوب کې ځاى لري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته