سیاستTOP

امريکا په افغانستان کې د دايمي اوربند غوښتنه وکړه

کابل / د چنګاښ ۳۱مه / باختر
په کابل کې د امريکا سفارت له وسله والو طالبانو څخه غوښتي دي چې په ټول افغانستان کې خپل تاوتريخوالي کم کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په کابل کې د امريکا سفارت نن د يوې اعلامیې په خپرولو سره، له طالبانو او نورو لورو څخه غوښتي دي چې په سملاسي ډول تاوتريخوالي پاى ته رسوي او پر دايمي او هر اړخيز اوربند موافقه وکړي.
په اعلامیه کې ويل شوي دي چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د خلکو د دردونو او کړاوونو د پاى ته رسولو او يوې هراړخيزې سياسي موافقې ته د لارې د اوارولو په خاطر چې د ټولو افغانانو په ګټه وي؛ په بشپړ ډول ونډه واخلي او ډاډ ورکړي چې افغانستان بيا د تروريستانو په خوندي پتنځاى او ځالې نه بدلېږي.
ختم –ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته