کابل باختر د وږي لومړۍ :
په بلخ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريد په شاوتمبول شو او ٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل: يو شمېر وسله والو طالبانو د بلخ ولسوالۍ په ريګ ميراحمد سيمه او د بلخ د چمتال ولسوالۍ په آسياب ګرګ کلي کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر کاروانونو برېدونه وکړل چې له هوا او ځمکې څخه د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
رضايي زياته کړه په پېښه کې ٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ نور ټپيان شول او طالبانو يوښخ کړاى شوى ماين هم کشف او شنډ کړاى شو.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ